د پکتیا ولایت په شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د بایومټریک پروسه پیل شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۸:۵۵
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د پکتیا ولایت په شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې جوړه شوې وه، په هغې کې د پکتیا ولایت مرستیال والي، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دېټابیس رئیس ښاغلي ملا رحمت الله خالد، د نوموړي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد نبي او ځینو نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

 په یاده غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي د یتیمانو د پالنې پر اهمیت خبرې وکړې او د‌ هغوی سره مرسته او د‌ هغوی لاسنيوی نیک او غوره دنده  وبلله.

 د یادې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دېټابیس رئیس ښاغلي ملا رحمت الله خالد د بایومټریک پروسې د اهمیت او ارزښت  په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او د معلولینو، کونډو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د شفافیت او روڼتیا رامنځته کولو لپاره یې د بایومټریک پروسه اړینه او مهمه وبلله. 

په ورته وخت کې د پکتیا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد نبي په تیر کال کې د نوموړي ریاست د لاسته راوړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي  همداراز یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتنې نغدي مرستو د‌ ورکړۍ په هکله هم خبرې وکړې او همداراز ډاډ یې ورکړ چې یاد ریاست به معلولینو او یتیمانو ته به په شفاف ډول خدمتونه وړاندې کوي‌.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۵
Background image

پس از تکمیل آموزش‌های مسلکی به شماری از ایتام و معلولین در ولایت کندز وسایل کار توزیع گردید

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حمایت مالی یک مؤسسهٔ خیریه، به شماری از ایتام و معلولین در مرکز و ولسوالی‌های امام‌صاحب و علی‌آباد آن ولایت، برنامه‌های آموزشی را در بخش‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۷
Background image

رئیس امور شهداء و معلولین ولایت غزنی با مسؤلین مستوفیت آن ولایت ملاقات کرد

محترم قاری شمس‌الامین زهیر رئیس امور شهداء و معلولین ولایت غزنی به ‌منظور فراهم‌سازی سهولت‌های بیشتر در روند پرداخت مساعدت ‌های نقدی ماهانه به ایتام، خانم های بیوه و افراد دارای معلولیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۰
Background image

جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بادغیس تدویر یافت

جلسۀ به منظور ارایه خدمات بهتر به خانواده های ایتام و افراد دارای معلولیت تحت ریاست محترم مولوی عبدالحق حقانی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بادغیس تدویر یافت که در آن کارمندان بخش های. . .

BACK TO NEWS