په ننګرهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خيريه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلینو هم شتون درلود.