د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د فان چینا افغان شرکت لخوا بشري مرسته ترسره شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۰:۱۸
mmd

د فان چینا افغان سوداګرۍ شرکت لخوا د یو لک او اتیا زره (۱۸۰۰۰۰) امریکايې ډالرو په ارزښت دیرش زره (۳۰۰۰۰) جوړې بوټان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره مرسته وشوه.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، په هغې کې د نوموړي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالمجید آخند، د پلان او همغږۍ رئيس ښاغلي سید محمد عظیم آغا، د دفتر رئيس ښاغلي قاري شاه محمد دوست، د معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي عبدالنافع منتفع، د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس ښاغلي مولوي ثنأ الله فرقاني، د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلي قاري محمد امین درویش، د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش، د فان چینا افغان سوداګرۍ شرکت رئیس ښاغلي داکتر سید حبیب شاپور او د یاد شرکت مرستیال ښاغلي مستر لیو هم ګډون کړی وو.

په یاد پروګرام کې د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا د معلولیت لرونکو وګړو او یتیمانو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په هکله خبرې وکړې او د کورنېو او بهرنیو خیریه بنسټونو، سوداګرو او شتمنو کسانو څخه يې وغوښتل تر څو د خپل وس او توان مطابق د دې اړمن قشر( معلولینو، کونډو او یتیمانو) سره مرسته او دهغوی لاسنیوی وکړي.

همدارنګه د یاد پروګرام په ترڅ کې د فان چینا افغان شرکت رئيس ښاغلي ډاکتر سید حبیب شاپور د شویو مرستو د څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړه او زیاته کړه : یاد شرکت به سربیره پر دې مرستو په نږدې راتلونکي کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره نورې هر اړخیزې مرستې هم وکړي او د اوږدمهاله پروګرامونو په ترڅ کې به د فان چینا افغان شرکت،  یتیمانو ته په درې برخو ( بريښنایي فابریکې، د جامو او کاليو ګنډلو فابریکو کې کاري فرصتونه برابر او همدارنګه د یاد شرکت د امکاناتو څخه به یوه برخه د خیریه مرستو په موخه دې وزارت ته ځانګړې کړي.

همدارنګه په یاد پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست د یاد شرکت له مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: یاد وزارت توانیدلی چې د خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ تر دې دمه اتیا زرو (۸۰۰۰۰) اړمنو کسانو ته بیلا بیلې مرستې وویشي.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې هر ډول تبعیض له منځه تللې او یاد وزارت د اسلامي امارت له فتحې وروسته د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې( ۶۰۰۰۰۰) شپږ لکه معلولین، کونډې او یتیمان ثبت او راجسټر او نوي (۹۰) سلنو ته یې میاشتنۍ نغدي مرستې ویشلې دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۱۶
Background image

توزیع بسته های مواد خوراکی برای (۲۰۰) تن ایتام مستحق در ولایت ننگرهار

ریاست امور شهدا و معلولین ولایت ننگرهار به همکاری مؤسسه خیریه (HHRD) برای (۲۰۰) تن ایتام مستحق بسته های مواد خوراکی که شامل آرد، روغن و برخی مواد دیگر می شد، به گونۀ شفاف و عادلانه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۲
Background image

به (۴۵۰) تن ایتام، خانم های بیوه و افراد دارای معلولیت در وزارت امور شهدا و معلولین بسته های مواد خوراکی توزیع گردید

ریاست تنظیم خدمات اجتماعی وزارت امور شهدا و معلولین در راستای حمایت از ورثۀ شهدا و افراد دارای معلولیت به همکاری یک مؤسسه خیریه برای (۴۵۰) تن ایتام، خانم های بیوه، معلولین و افراد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۸
Background image

دوصد (۲۰۰) تن ایتام مستحق در ولایت پروان بسته های مواد خوراکی دریافت نمود

ریاست امور شهدا و معلولین ولایت پروان در راستای حمایت از ایتام، به همکاری مؤسسه خیریه (HHRD) برای دوصد (۲۰۰) تن ایتام مستحق بسته های مواد خوراکی که شامل آرد، روغن و مواد غذایی دیگر می. . .

BACK TO NEWS