د کندز ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
fdd

د کندز ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د کندز ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د (۴۴۰) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۲۷۳۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. د پاتې (۲۱۸۶) شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی او ژر به یې بانکي حسابونو ته واستول شي. دوی ته (۱۴۱۰۵۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
(۳۱۷) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۱۸۴۷۹۹۰۷) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۲۰) کسانو حقوق هم تر کار لاندې دي او دوی ته (۱۹۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د (۱۱۰۰) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره ورته (۴۹۵۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۳۳۱۲) ملکي معلولینو ته (۱۴۹۰۴۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او حقوق یې تر کار لاندې دي، چې ژر به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي.

Latest announcements

Mon, Jun 28 2021 3:35 PM
Background image

اعلان

برچه شهیدلر ورثه سیگه یتکیزیله دی، او کیشیلر که(مهر قیلینگن فورم ) آلگن یوق، التماس قیلیب تیزلیکده وزارت ده مراجعه قیلیب تایید بولگن فورم تولدیرسن تا حقوقلری بیریلسن.

Wed, Jun 16 2021 3:22 PM
Background image

اعلان

برچه نظامی شهیدلر ورثه سیگه یتکیزیله دی، او کیشیلر که(مهر قیلینگن فورم ) آلگن یوق، التماس قیلیب تیزلیکده وزارت ده مراجعه قیلیب تایید بولگن فورم تولدیرسن تا حقوقلری بیریلسن.

Sun, May 23 2021 12:36 PM
Background image

حورمتلی شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر !

حورمتلی شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر !

آیا بیله سیز می الکترونیکی تذکر السنگیز حقوقلر اینگیز اوز وقتیگه بیرله دی ؟

آیا بیله سیز می الکترونیکی تذکر اینگیز بولمه سه ۱۴۰۰ییل حقوقی بیریلمی . . .

Back to announcements