د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو او حفظ الصحې مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې د هر مستحق لپاره دوه بورۍ اوړه، وریجې، یو شمېر نور خوراکي توکي او د حفظالصحې اړوند مواد شامل وو، چې د مستحقو یتیمانو ترمنځ په منظم، شفاف او عادلانه ډول ووېشل شول.
یادې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطيع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د شهیدانو چارو رياست استازي او د مؤسسې د مسؤلينو په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.
