د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو مستحقینو ته د مرستو وېش
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې او د ټولنې د زیانمنو قشرونو لپاره د ښه ژوند برابرولو په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې بېلابېل خوراکي مواد، د حفظ الصحې توکي او د اختر لپاره جامې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رياست او د شهیدانو چارو ریاست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم سلګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په دې وزارت کې ورته مرستې ترسره شوې.
