د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل
د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د پوښتنې، د هغوی د ستونزو او غوښتنو د اوریدلو په موخه، د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج، وازیخواه او وړممې ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی اړتیاوې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې ترسره کړې.
نوموړي د یادو ولسوالیو له مسؤلینو سره هم وکتل او ټینګار یې وکړ چې د پخوا په څېر دې د شهیدانو او معلولینو چارو له مدیریتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، ترڅو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته پر وخت او غوره خدمتونه وړاندې شي.
