شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د ښۍ رسیدګۍ په موخه د سیلاب خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي او همداراز د اختر لپاره اختریزې ډالۍ په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
یادې مرستې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د سیلاب خیریه بنسټ استازو شتون درلود.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د مرستندویه مؤسساتو او خیریه بنسټونو سره په همغږۍ زرګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وېشلي دي.
