د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه د یوه ملي تاجر په مالي ملاتړ پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل، په یادو توکو کې اوړه، غوړي او ځینې نورو مواد شامل وو.
یادې مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم او د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په شتون کې مستحقو کسانو ته په شفاف او عادلانه ډول ورکړل شوې.
