د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي سوداګر په مالي همکارۍ په (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.
په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.
د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د یاد ریاست آمر محترم ملا محمد نعیم او د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم حکمت الله بدري شتون درلود، د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په پوره توګه نظارت ترسره کړ.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په دې ریاست کې (۳۵۰) تنو مستحقو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې وې.
