د کابل ښار په (۱۵) ناحیه کې د معلولینو لپاره د څښاک اوبو شبکه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د معلولینو ښارګوټي کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، فعاله او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه د معلولینو کورنیو ته د صحي او دوامدارو څښاک اوبو د برابرولو په موخه پلي شوې، چې له مخې به یې (۲۰۰) کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شي. د پروژې په چوکاټ د لمریزې برېښنا د تولید په موخه (۲۰) سولرونه نصب شوي او د څښاک اوبو د چمتو کولو په موخه نورې تخنیکي اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
د څښاک اوبو شبکې د پرانیستې په پروګرام کې د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د شهیدانو چارو ریاست د محاسبې آمر محترم مولوي خیر الله خیرخواه، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازو او د کابل ولایت د اقتصاد ریاست استازي هم شتون درلود.
محترم مولوي روح الله نصرت د یادې مؤسسې له همکاریو څخه مننه وکړه او د ورته بنسټیزو پروژو پلي کول یې د معلولینو د ژوند د ښه والي او د هغوی د ټولنیزې هوساینې په برخه کې مهم ګام وباله.
