په کنړ ولایت کې له سلګونو تنو یتیمانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې
د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې دوه بورې اوړه، وریجې، څلور بوتله غوړي او ځینې نور مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د وزارت رهبرۍ له ځانګړي شفقت او پاملرنې، همداراز د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو یې قدرداني وکړه او په راتلونکي کې د هغوی لپاره د لازیاتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.
