په سرپل ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې د مرستو وېش

د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو شپږ (۶) ډوله بېلابېلې مرستې په عادلانه او منظم ډول ووېشلې.
د مرستو د وېشلو پر مهال د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود او مستحقو کسانو ته یې د مرستو د وېش له بهیر څخه نظارت ترسره کړ.