د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، یتیمانو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ویش او چمتو کولو په موخه د (ژوند د هوساینې او پرمختیا لپاره) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ. دوشنبه د ۱۴۰۲کال د تلې ۳مه یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیک

nasrat_admin
Mon, Sep 25 2023 12:12 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدو خان حق پرست او (ژوند د هوساینې او پرمختیا لپاره) مؤسسې  له رئيس ښاغلي محمد نعیم روحانی ترمنځ لاسلیک شو چې د هغه له مخې به د ننګرهار اولغمان ولایتونو کې دوه سوه او دري دیرشو (۲۳۳) تنو یتیمانو ته خوارکي مواد ( اوړه، وریجې، غوړي، دال، بوره، چای، مکروني، مالګه، لوبیا) او غیرخوراکي توکي (قرطاسیه باب) چمتو او وویشل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدو خان حق پرست د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یادې مؤسسې له رئيس څخه مننه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته چې د ټولنې اړمن قشر دی، د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي. نوموړي همداراز د یاد هوکړه لیک په تطبیق کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت نه څلویښت زره او اووه سوه  (۴۹۷۰۰) آمریکایي ډالره کیږي، چې د څلورو میاشتو په موده کې به بشپړه شي

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS