د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه

sadiq_admin
Mon, Feb 15 2021 1:23 PM
fgf

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه

نن دوشنبه د (سلواغې میاشتې ۲۷ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ ناسته د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې د وزارت مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو پکې ګډون درلود.

په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي ټولو رسمي چارو ته د غوره رسیدګۍ په موخه د رهبرۍ د ناستو جوړول مهم وګڼل وویل، چې دا ناستې باید پراخې او نورې هم پیاوړې شي. لارښوونه یې وکړه، چې د رهبرۍ جلسو د لا منظم والي، پریکړو او اجراآتو د تعقیب او قانوني بڼې د خپلولو لپاره دې مشخص جوړښت او کړنلاره ترتیب او ټولو اړوندو څانګو سره دې شریک شي، تر څو یې پر بنسټ خپلې اړوندې چارې ترسره کړي.

ښاغلي فاروقي ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په اړه هم معلومات وړاندې کړه، د یادو ولایتونو له والي صاحبانو یې د ښې همغږۍ او همکارۍ له کبله مننه وکړه وویل، چې په ځینو ولایتونو کې ستونزې موجودې دي، چې د له منځه وړلو لپاره یې وزارت سره د سیمه ییزو ادارو د مسولینو همغږي او همکاري اړینه ده.

ښاغلي فاروقي د وزارت له کاري دفترونو څخه د لیدنې په اړه وویل، چې مراجعینو سره د مامورینو چلند ښه شوی دی، لارښوونه یې وکړه، چې د نورو شته ستونزو د حل لپاره هم باید اړین ګامونه پورته شي. د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او ارزونې کمېټې د غړو ستونزو ته د رسیدګي له کبله یې مسولینو نه مننه وکړه، وویل چې شکایتونه کم شوي دي او هیله من دی چې دغه بهیر ژر نهایي شي.

ښاغلي فاروقي د معلولیت ملي ستراتېژۍ په اړه وویل، چې د بڼې او جوړښت له اړخه پیاوړې ده، خو اړینه ده، چې بیا کتنه یې وشي، همکارو ادارو او بنسټونو سره یې په اړه ناستې ترسره او نظرونه یې واخیستل شي، تر څو نهایي او د جهموري ریاست عالي مقام ته وړاندې شي.

ښاغلي فاروقي د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي حمد الله محب سره د خپلې لیدنې په اړه څرګنده کړه، چې د بودجوي ستونزو او د قوانینو د تعدیل موضوعات یې ورسره بحث کړي دي او د هر اړخیزې همکارۍ او ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

ښاغلي فاروقي د چارو د لا منظم والي او چټکتیا په موخه د همغږۍ پیاوړتیا او ظرفیت لوړونه مهم وګڼل، زیاته یې کړه، چې په اداره کې کم رنګه همغږي ورته د منلو وړ نه ده، ځکه بې نظمۍ، اخلال، ناوړه ګټه اخیستنو، لاسوهنو او نورو ناقانونه کړنو ته زمینه برابروي. تاکید یې وکړ، چې همغږۍ ته باید لومړیتوب ورکړل شي او د کاري ظرفیتونو لوړولو ته پاملرنه زیاته شي. د دې تر څنګ یې د اداري تشکیل په اړه هم مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې بیاکتنه یې وکړي او د کاري لایحو د تنظیم سربېره دې کارکوونکو ته ډاډ ورکړل شي، چې له ظرفیته به یې ګټه واخیستل شي.

د رهبرۍ غونډې په لړ کې د م ۱۱ فورمې په اړه د جوړې شوې کمېټې د اجراآتو په اړه بحث وشو، د بشري سرچینو رییس محمد آصف سهاک د نوي تشکیل، د مالي او حسابي چارو رییس یاسین سیفي د بودجوي کوډونو د جوړښت، بودجې عادلانه وېش او د حقوقو ورکړې کړنلارې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل، چې په اړه یې د وزارت د مشرتابه له لوري اړینې پرېکړې وشوې.

 

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS