سرپل ولایت کې به د شهیدانو او معلولینو اړوند چارې چټکې او رڼې شي

سرپل ولایت کې به د شهیدانو او معلولینو اړوند چارې چټکې او رڼې شي
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د سرپل ولایت والي ښاغلي عبدالقادر آشنا سره وکتل.
ښاغلي آریوبي د وزارت د پخواني وضعیت، اوسنیو فعالیتونو، لاسته راوړنو، اصلاحاتو، سیستم جوړونې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې وویل، په مرکز او ولایتونو کې له پخوا پاتې فساد او بیروکراسي ته ډیره له منځه تللې او د وثایقو د څیړنې پروسه هم په چټکه توګه مخته ځي.
ښاغلي آریوبي ډاډ ورکړ، چې سرپل ولایت کې به د شهیدانو کورنیو او معلولینو ستونزو ته رسیدګي وشي او د دوی اړوند چارې به نورې هم چټکې او رڼې شي.
د سرپل ولایت والي ښاغلي عبدالقادر آشنا د وزارت د رهبرۍ ترسره شوې کړنې او پلانونه د وزارت، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو لپاره اغېزناک وګڼل وویل، چې یاد ولایت کې داسې ګڼ شمیر اسنادونه تثبیت شوي چې په ناقانونه توګه جوړ شوي وو، ښاغلي آشنا زیاته کړه چې، د اصلاحاتو لړۍ د دوام او ملاتړ ته اړتیا ده تر څو پاتې ستونزې هم هوارې او بشپړه روڼتیا رامنځته شي.