مطبوعاتي اعلامیه

د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه!mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري پلاوی ټولو خبریالانو، د بیان ازادۍ فعالانو، رسنيو او د مطبوعاتو کورنۍ ته د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په پار مبارکي وایي او د دې ورځې نمانځنه د افکارو، نظر څرګندولو او بيان ازادۍ فرهنګ د عامولو نښه ګڼي.

بې له شکه، په ډیموکراتیکو او ولسواکو ټولنو کې مطبوعات او رسنۍ د ټولنې څلورم ستون ګڼل کېږي او د عامه ذهنیت په روښانه کولو او بدلون کې رغنده رول لوبوي.

همدارنګه رسنۍ د حکومت او حکومتي چارواکو د کړنو د څار لپاره د غوره او اغيزناک چینل په توګه مهمه دنده ترسره کوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ژمن دی، چې رسنيوالو او ژورناليسټانو ته د تل په څېر ځواب ويونکي واوسي او همېشه د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه پوره معلومات په واک کې ورکړي.

همدا راز دغه وزارت چمتو دی چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون او د رسنيو اړوند نورو قوانينو سره سم معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

رسنۍ د دولتي چارواکو پر فعالیتونو او اجرااتو د څار ترڅنګ مسووليت لري، چې مسوول چارواکي ټولنې ته ځواب ويونکي کړي او د فساد پروړاندې مبارزه کې اغيزناک رول ولوبوي.