د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۲۲) تنو کارکوونکو څخه د یوې زده کړه ئیزې برنامې له بشپړولو وروسته ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا آمریت له لوري د یاد وزارت د (۲۲) تنو کارکوونکو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې په برخو کې یو زده‌ کړه ئیز پروګرام په لاره اچول شوی وو، چې له مخې یې ګډونوالو ته د کمپیوټر د مایکروسافټ اکسل پروګرام او همدارنګه د انګلیسي ژبې په برخو کې زده‌کړې ورکړل شوې او نن د هغوی څخه ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې د اخیستو پر مهال د کارکوونکو د چارو ریاست استازو حضور درلود او د ازموینې له څرنګوالي او بهیر څخه یې څارنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د دې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او هغوی ته د نویو مهارتونو د زده کولو په موخه تر دې وړاندې هم ورته زده‌ کړه ئیز پروګرامونه ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني يې ملتیا کوله،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

په کندز ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې چې هر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۲۲) تنو کارکوونکو څخه د یوې زده کړه ئیزې برنامې له بشپړولو وروسته ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا آمریت له لوري د یاد وزارت د (۲۲) تنو کارکوونکو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې په برخو کې یو زده. . .

BACK TO NEWS