د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري شمس الامین زهیر د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپلې دنده پیل کړه.
د معرفي په دې غونډه کې د غزني ولایت د والي مرستیال محترم مولوي سردار محمد مدني، د وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود حضور درلود.
محترم مولوي سردار محمد مدني په دې معرفي غونډه کې وویل چې د تېر شل کلن جهاد پر مهال د غزني ولایت خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ نو اوس اړینه ده چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خدمت او هر اړخیزه مرسته ترسره او د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.
نوموړي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د پخواني رئیس کړنې او فعالیتونه وستایل او نوي رئیس ته یې د دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د مشرانو د اطاعت په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په نظام کې تغییر او تبدیل د مشرانو د لزوم دید له مخې ترسره کېږي او د مشرانو پرېکړو ته باید بشپړ درناوی ولرو ځکه چې د مشرانو په پرېکړو کې خیر او حکمت نغښتی وي.
