د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  مفتي فیصل خاموش په مشرۍ د یاد ریاست اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د ترسره کېدونکو فعالیتونو او کړنو د پر وخت انعکاس، د اړوندو برخو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو، همداراز د کال ‌سنټر له لارې د یتیمانو د کورنیو او معلولینو د اړیکو پر وخت ځوابولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د غونډې په ترڅ کې کارکوونکو د نشراتي پوښښ د لا ښه والي او د چارو د لا اغېزمنتیا په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

په پای کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  مفتي فیصل خاموش د کارکوونکو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او پرمختګ په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې پلاوي د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست یو کلني فعالیتونه او اجراآت بررسي کړل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي، محترم امید رحماني او محترم ادریس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

په فراه ولایت کې سلګونو تنو مستحقو کسانو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانانو لپاره د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د افغانانو لپاره د هوساینې او پر مختګ مؤسسې سره د (۱۵۰۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له. . .

BACK TO NEWS