د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، له مراجعینو سره د غوره چلند او د سپارل شویو مسؤلیتونو د پر وخت ترسره کولو په اړه بحثونه وشول.

همداراز د م (۴۰) کتابونو د برابرولو او تنظیم په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.

د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې ټول کارکوونکي باید خپلې دندې په صداقت، نظم، همغږۍ او مسؤلیت‌پذیرۍ سره ترسره کړي، څو د شهیدانو د کورنیو او معلولینو لپاره د غوره، اغېزمنو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS