د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبيا او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د دې سربېره، هر مستحق ته (۲۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې رياست کارکوونکو او د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رياست استازي هم حضور درلود.
