په کندهار ولایت کې پر (۱۰۰) تنو معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۰
mmd

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق (۳۱۸۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

د مرستو د وېش پر مهال د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فېروز، د یاد ریاست مرستیال محترم حاجي ملا اختر محمد او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز د یادې خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره یې د لا زیاتو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې معلولیت لرونکو وګړو هم د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له مرستو خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۵
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او ځینې نور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۴
Background image

په پکتیکا ولايت کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهير څخه د ارزونې په موخه، د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج  په مشرۍ يو پلاوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۲
Background image

د بغلان ولايت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ یو پلاوي برکۍ، نهرین او جلګې ولسوالیو ته د سفرونو پر مهال د مجردو شهیدانو له کورنیو سره لیدنې ترسره کړې.. . .

BACK TO NEWS