په کندهار ولایت کې پر (۱۰۰) تنو معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sat, May 16 2026 9:40 AM
mmd

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق (۳۱۸۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

د مرستو د وېش پر مهال د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فېروز، د یاد ریاست مرستیال محترم حاجي ملا اختر محمد او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز د یادې خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره یې د لا زیاتو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې معلولیت لرونکو وګړو هم د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له مرستو خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS