د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس د عامې روغتیا وزارت اړوند په بهر کې د روغتیایي مرکزونو د همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره وکتل

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د روغتیا وزارت اړوند په بهر کې د روغتیایي مرکزونو د همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولیت لرونکو وګړو روغتیایي ستونزو د حل، د کابل ولایت په کچه د ناروغانو لپاره د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، د درملنې د کیفیت د لوړولو او د یادو قشرونو لپاره د لازمو اسانتیاوو  رامنځته کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

همدارازد روغتیایي مرکزونو د همغږۍ ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره به، په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د شهیدانو ورثه ‌وو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د درملنې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې دوه بوری اوړه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۷
Background image

د پکتیا ولایت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي د ځاځي اریوب، احمدخېل او لجه منګل ولسوالیو ته سفر وکړ. د دغه سفر موخه یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو. . .

BACK TO NEWS