په بغلان ولایت کې د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د استادانو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري، د افغان ماشومانو او ښځو د ملاتړ او اړتیاوو پوره کولو مؤسسې (SCANOW) په همکارۍ، د دهنه غوري ولسوالۍ د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د اقتصادي ځانبسیاینې په موخه د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د استادانو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې (۷۰) تنو په شرایطو برابر کسانو د ازادۍ سیالۍ له لارې ګډون کړی وو، چې د یادې ازموینې بهیر د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازو او د یو شمېر نورو ادارو د مسؤلینو په شتون کې په پوره شفافیت سره ترسره شوه.
