د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس د چارو ادارې لوی ریاست د ملکي خدمتونو د حقوقي او پالیسۍ چارو ریاست له مرستیال سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د ملکي خدمتونو د حقوقي او پالیسۍ چارو ریاست له مرستیال محترم عزت الله امان او راغلي پلاوي سره وکتل. په دې لیدنه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي هم حضور درلود.
د دې لیدنې موخه د ملکي خدمتونو له کارپوهانو سره پېژندګلوي، د کارکوونکو د سوانحو دفترونو بشپړولو په برخه کې د ګډو همکاریو پراخول او په اړوندو برخو کې د تجربو شریکول وو.
محترم مولوي کلیم الله افغان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له دوامدارو همکاریو او ملاتړ څخه، چې د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو لوړولو او د اداري سیستم د ښه والي لپاره یې ترسره کړي، قدرداني وکړه او د اصلاحي پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو لپاره یې د لازمو اسانتیاوو او امکاناتو د برابرولو په برخو کې د دې وزارت ژمنتیا څرګنده کړه.
ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې د سوانحو د دفترونو د لا ښه اصلاح او تنظیم په موخه د دې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست سره خپلې تجربې او لارښوونې شریکې کړي.
