په بلخ ولایت کې څه باندې څلور (۴) میلیونه افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر کورنیو ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۱۱

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولینو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی ستونزو ته د ښې رسیدګۍ په موخه، د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همکارۍ (۴) میلیونه، (۷۰) زره او (۳۰۰) افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۱۰۱) مستحقو کورنیو باندې ووېشلې، چې هر کورنۍ ته په ترتیب (۴۰) زره او (۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې له مرستو او همکارۍ مننه وکړه او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې هم د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شي، ترڅو د هغوی پر وړاندې شته ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یادې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ له سلګونو تنو یتیمانو،کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره کړې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۱۵
Background image

په کنړ ولایت کې له سلګونو تنو یتیمانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۱۱
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې څلور (۴) میلیونه افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر کورنیو ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولینو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی ستونزو ته د ښې رسیدګۍ په موخه، د اسلامي رفاه خیریه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۴۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال محترم الحاج مولوي محمد زاهد او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS