د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، ژوند د هوساینې او پرمختګ(LRD) مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د دې وزارت د بهرنيو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې مرستیال محترم عبدالله طوفان ترمنځ لاسلیک شو، چې پر اساس به یې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې (۲۳۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره (۱۱) ډوله بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

محترم مولوي ثناء الله فرقاني یتیمانو ته د مرستو د چمتو کولو په پار د یادې خیریه مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره لازیاتې مرستې برابرې او د هغوی لاسنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه د یوې میاشتې په موده کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به پلې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې پر (۴) تنو مستحقو کسانو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي سید محمد ابوعرفان د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

په کندز ولایت کې (۱۰) تنو مستحقو کسانو زرنج نقلیه وسایط ترلاسه کړل

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

BACK TO NEWS