د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند ټولو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې په ترڅ کې محترم مولوي محمد انور برادر د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه کارکوونکو ته لازم هدایات ورکړل، چې په کې د مکتوبونو پر وخت ځواب کول، د روښانه او څرګنده راپورونو لیکل، ریاستونو ته د مسلکي سپارښتنو وړاندې کول، د مفتشینو لخوا د تفتیش پر مهال له ښه برخورد څخه کار اخیستل او ځینې نور اړوند موارد شامل وو.

همداراز په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالی د دیني ارشاداتو په هکله ګډونوالو ته خبرې وکړې، د دې ترڅنګ د غونډې نورو ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د محترم مولوي محمد انور برادر لخوا هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۵۷
Background image

د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او همداراز هغوی ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۵۳
Background image

په بغلان ولایت کې پر دوو تنو معلولینو باندې برېښنایي ویلچرونه ووېشل شول

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ پر دوو تنو مستحقو معلولینو باندی برېښنایي ویلچرونه وویشل.

د بغلان شهیدانو او معلولینو چار رئیس محترم ملا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند ټولو آمرینو او کارکوونکو ګډون. . .

BACK TO NEWS