په غزني ولايت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۳
mmd

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او ځینې نور مواد شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.

همداراز هر مستحق ته (۴۴۸۰) افغانۍ د‌ نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش او د‌ یادې مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS