په بلخ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو (۱۲۰۰) مستحقو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۵۱
mmd

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ولایت مقام سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو (۱۲۰۰) مستحقو کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ پېل کړه، په یادو مرستو کې چې اته (۸) ډوله خوراکي توکي شامل وو، یوه برخه یې د ازبکستان هېواد لخوا او پاتې برخه یې د اسلامي امارت د چارواکو او ملي سوداګرو لخوا چمتو شوې وه.

د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې، نن ورځ (۳۰۰) کورنیو ته مرستې ووېشل شوې او پاتې کورنۍ چې په لرې پرتو ولسوالیو کې ژوند کوي، د بلخ ولایت د والي محترم الحاج محمد یوسف وفا په هدایت، سبا به یې مرستې تر کورونو ورسول شي، ترڅو هغوی له تکلیف څخه خوندي پاتې شي.

د یادو مرستو د وېش بهیر د بلخ ولايت اړوند د (۹) امارتي ادارو د استازو په شتون کې پېل شو.

په ورته وخت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د بلخ له والي، د ازبکستان خلکو او د یاد ولایت د ملي سوداګرو له مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS