د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۴۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د (۲۹۱) زره او (۲۰۸) امریکایي ډالرو په مجموعي ارزښت د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د ماشومانو نړېوالې مؤسسې عمومي مشر محترم ارشد محمود ملک تر منځ لاسلیک شو، له مخې به یې په جوزجان ولایت کې (۱۰۵۶) هغو کورنیو ته چې معلولیت لرونکي ماشومان لري، د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ اړین وسایل او خام مواد چمتو او ووېشل شي. همداراز، د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره به روزنیز او مهارتي پروګرامونه په لاره واچول شي. د دې سربېره، یادو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې او نور اړین خدمتونه به هم وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې د تطبیق چارې به د یو کال په موده کې د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر مخ یوړل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS