د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو نوی آمر معرفي او رسماً یې په کار پېل وکړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۵:۲۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او هدايت پر اساس محترم قاري عبدالباري تاج د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پېل وکړ.

د نوي آمر په معرفي غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني، د وزارت مقام مشاور محترم مولوي حیات الله میوند، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد او د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد شتون درلود.

د نوي آمر د معرفي کېدو پر مهال محترم مولوي حیات الله میوند د مشرانو د اوامرو د اطاعت په ارزښت خبرې وکړې او وې ویل: تغییر او تبدیلي چې په هر اداره کې د مشرانو په مشوره ترسره شي، حتماً پکښې خیر او ښېګڼه نغښتۍ وي، څوکۍ او منصب امتیاز نه، بلکه یو لوی مسؤلیت دی او باید خپلو هېوادوالو ته د خدمت کولو لپاره یو موټی او متحد شو، ځکه چې دا یوه شرعي وجیبه ده.

همداراز د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني تغییر او تبدیل په هره اداره کې یو اصل وباله او زیاته یې کړه: مشران د کارکوونکو وړتیاوو ته په کتو پریکړې کوي، په اسلامي نظام کې هر څوک خپل مسؤلیت په ویاړ سره مني او د هغوی اصلي موخه هم د خلکو خدمت دی.

د پروګرام په پای کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد نوي آمر ته د ټاکل کيدو مبارکۍ وویله او د چارو پر مخ وړلو کې یې ورته د الله جل جلاله څخه د مزید توفیق غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS