په ارزګان ولايت کې پر (۱۰۳) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۲۳:۲۹

د ارزګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۳) تنو مستحقو معلولينو باندې ویلچرونه ووېشل شول، چې سل (۱۰۰) تنو معلولینو ته ساده ويلچرونه او درې تنو نورو معلوليت لرونکو وګړو ته برېښنايي ويلچرونه ورکړل شول.

په ورته وخت کې هر معلول سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د یادو ويلچرونو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو آمر محترم ملا عبدالقاهر انس او د ټولنیزو چارو خدمتونو مدیر محترم احمد عبيده هم شتون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS