شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۳۳

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي نورالحق حقاني په مرکز او ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې پروسې د څارنې او ارزونې پر څرنګوالي، د څارنې او ارزونې ریاست اړوند میکانیزم پر جوړښت، د اړوندو ریاستونو د څارنې او ارزونې په موخه د چک لیستونو پر بډ‌ایه کولو او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

همداراز په دې غونډه کې اړوند آمریتونو ته دنده وسپارل شوه، تر څو په روان کال کې تر دې مهاله د پلان سره سم او د پلان څخه بهر د ترسره شوېو کړنو او فعالیتونو راپور ترتیب او د ریاست سره شریک کړي.

محترم مولوي نورالحق حقاني د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د ولایتي او مرکزي ریاستونو د فعالیتونو او کړنو د ارزونې پر مهال دې له غوره اخلاقو او ښه چلند څخه کار واخلي.

په یاده غونډه کې ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او ورپسې د څارنې او ارزونې رئیس له لوري هغوي ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS