د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د بشري حقونو، آزادیو او بشر پالنې مرستندویه مؤسسې (I.H.H) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۲:۵۱

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د بشري حقونو، آزادیو او بشر پالنې مرستندویه مؤسسې (I.H.H)  استازي محترم عبدالله تر منځ لاسلیک شو چې د هغه پر بنسټ به یو سل او پنځه اتیا (۱۸۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته نغدي مرستې ووېشل شي چې په ترتیب سره به هر مستحق وګړی سل (۱۰۰) امریکائي ډالره د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې شوې پروژې ټوليز ارزښت اتلس زره، اووه سوه او پنځوس (۱۸۷۵۰) امريکايي ډالره دى، چې په خوست ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS