په بامیانو ولایت کې پنځه سوه (۵۰۰) تنو مستحقو معلولینو او کونډو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۱
mmd

د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې پنځه سوه (۵۰۰) تنو مستحقو معلولینو او کونډو باندې د درې لکه او پنځوس زره (۳۵۰۰۰۰) افغانېو په ارزښت پوښاک وویشل شول.

د یادو مرستو د ویش پر مهال د بامیانو ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو سره په کتنه کې په اسلامي نظام کې د هغوی د حقوقو د خوندیتوب ډاډ ورکړ او د کونډو څخه یې وغوښتل تر څو اسلامي حجاب مراعات کړي.

همدارنګه د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي هم د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې او همداراز هغوی ته د مرستو د دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS