د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند پروان ولایت ته سفر وکړ

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۶:۴۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د دې سفر په ترڅ کې پروان ولايت د مرکز سر بېره په بګرام، کوه صافي، شينواري او سیاګرد ولسوالېو کې د خاصو شهیدانو (فدایانو) له کورنېو او یتیمانو سره له نږدې وکتل د هغوی ستونزې یې واوريدې او له هغوی سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د فدايانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: شهادت ډیر لوړ مقام دې او شهید د خدای جل جلاله په نزد ډیر لوړ منزلت لري، موږ او تاسو باید د سپېڅلو شهیدانو له قربانېو سره خیانت ونکړو  او دعاوې وکړو تر څو هغه اسلامي نظام او آزادي چې د دوی د قربانېو په برکت راغلې ده هغه ضایع نشي او دا هغه وخت ممکن دی چې خپل صف واحد وساتو.

هغه همداراز زياته کړه: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د عمومي عفوې په برکت سره په هېواد کې د امن او اخوت فضا رامنځ ته شو‌ې چې نن ورځ ټول هېوادوال د ورورولۍ په فضا کې سره ژوند کوي.

همداراز د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند چې د یاد وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد یې ملتیا کوله، د خاصو شهیدانو (فدایانو) له دیارلس (۱۳) کورنېو سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه، چې هرې کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS