په لغمان ولایت کې یو سل او شل (۱۲۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۵:۲۱
mmd

د (HHRD) خیریه مؤسسې له خوا د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ یو سل او شل (۱۲۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته شپږ قلمه خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره، مالګه او لوبیا شامل وو، وویشل شول.

د یادو مرستو د ویش پر مهال د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد د هغو خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه مننه وکړه چې یتیمانو، کونډو او معلولینو سره مرستې ترسره کوي.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې دې مظلوم او اړمن  قشر ته د مرستو په راجلبولو کې به خپلې هر اړخیزې هڅې جاري وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS