ګومارل شوې کميټې ۱۳ زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره بهرنيو تحصيلي بورسونو ته ور وپيژندل

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۹:۲۲
gy

ګومارل شوې کميټې ۱۳ زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره بهرنيو تحصيلي بورسونو ته ور وپيژندل

نن چهارشنبه د وري په ۴مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستیالې جميلې نورستانۍ د بورسونو کميټې له غړو سره په ناسته کې، د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو څخه په شرايطو برابر (۱۳) کسان د لیسانس لپاره قزاقستان هېواد ته معرفي کړل.

ياده کميټه د يوې مياشتې په بهير کې په دې وتوانيده چې د لوړو زده کړو وزارت له تګلارې سره سم د (۸۰) کسانو له منځه په شرايطو برابر د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو څخه (۱۳) زده کوونکي د لیسانس په موخه په بېلا بېلو څانګو کې د دوست هیواد قزاقستان تحصيلي بورسونو ته ور وپيژني.

په شرايطو د برابرو زده کوونکو دغو بورسونو ته د ور پيژندلو بهير د يادې کميټې لخوا د آغلې نورستانۍ په حضور کې ترسره شو، چې وروسته به د يو ځانګړي مکتوب له لارې د لوړو زده کړو وزارت سره د نورو اجرااتو په موخه شريک شي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت همېشه هڅه کوي، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د نورو خدمتونو ترڅنګ، هغوی ته په کور دننه او بهر کې د زده کړو زمينې برابرې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د‌ لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له فعاليتونو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د‌ کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي او د مالي او حسابي چارو رئيس محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۵
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه سمون په موخه غونډه جوړه شوه

ياده اداري غونډه چې د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان عابد په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې اصلي موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۹
Background image

د کابل ولایت اړوند (۵۰۰) تنو اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او. . .

BACK TO NEWS