د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د مراجعينو نظرونه، غوښتنې او وړانديزونه واوريدل

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۳:۳۶
hg

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د مراجعينو نظرونه، غوښتنې او وړانديزونه واوريدل

نن سه شنبه د کب ۱۸مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د وزارت په انګړ کې د مراجعينو ستونزې، غوښتنې، وړاندیزونه او غوښتنې واوريدې او د حل لپاره يې ډاډ ورکړ.

ښاغلي فاروقي مراجعينو ته په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د وزارت ټول چارواکي او کارکوونکي د مراجعينو په خدمت کې دي او دوی مسوليت لري چې ستاسو کارونو او ستونزو ته پر وخت رسيدنه وکړي.

نوموړي د وزارت له مراجعينو څخه وغوښتل چې د وزارت مسوولينو لخوا د چارو د ځنډ او خنډ په صورت کې دې له ده سره اړيکه کې شي، څو ستونزو ته يې په چټکه توګه رسيدنه وشي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د معاشونو د ځنډ پوښتنې په ځواب کې وويل: چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو اسنادو له منځ څخه د خيالي اسنادو پاکولو او باطلولو څخه وروسته، کوم چې د جمهوري رياست د حکم پر بنسټ د رامنځته شوې کميټې له لوري کتل او ارزول کېږي، پاتې حقوق به د ټولو مستحقو کسانو لپاره حواله شي.

ښاغلي فاروقي د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو څخه غوښتنه وکړه، چې د فساد مخنيوی او د روڼتيا ټينګښت په موخه دې ژر تر ژره برېښنايي تذکرې واخلي، څو د ۱۴۰۰ھ ل کال لپاره خپل حقوق ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس پريان ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي څخه د ارزونې په موخه، پريان ولسوالۍ ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

BACK TO NEWS