د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ پلاوي له ولايتي آمرينو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ پلاوي له ولايتي آمرينو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ پلاوي له شپږو ولايتي آمرينو سره د ويډيو کنفرانس له لارې د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو د حل په تړاو خبرې وکړې.
یاد پلاوي له آمرينو څخه مننه وکړه چې د شهيد اوونۍ يې په غوره بڼه او د وزارت له اجنډا سره سمه نمانځلې ده. له آمرینو څخه غوښتنه وشوه چې د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د پروسې د روڼوالي، جعل کاري او اداري فساد د مخنيوي په موخه دې د اسنادو ارزونې او څېړنې پروسه ګړندۍ کړي.
