د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې اصلاحات مثبت تمام شوي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۸:۱۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې اصلاحات مثبت تمام شوي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب سره وکتل.

ښاغلي آریوبي په دې وزارت کې د روانو اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې، سیستم جوړونې، د کاري پروسو ساده کولو، اسنادو د څېړنې او ارزونې، د نويو خدمتونو وړاندې کولو، حقوقو ورکړې مېکانېزم، روڼتیا تامین او د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسېدنې او دوی ته په مختلفو برخو کې د کاري فرصتونو برابرولو، زده کړو، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ګډون په اړه د ترسره شویو چارو راپور وړاندې کړ وویل: د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکي وګړي اوس هم ګڼو ستونزو سره مخ دي، زیاتې پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري، اړینه ده، چې حکومت دې برخې ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي حمد الله محب په وزارت کې د روانو اصلاحاتو لړۍ مثبته او اغېزناکه وبلله او د ترسره شویو چارو مننه یې وکړه وویل: د شهیدانو د ورثې او معلولینو چارو ته رسېدنه د حکومت لومړیتوب دی. ښاغلي محب د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او هیله یې وښوده، چې د اصلاحاتو بهیر نور هم کړندی او بشپړه روڼتیا رامنځته شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS