کونړ کې دې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو سکتور کې د روانو اصلاحاتو برخه کې همکاري زیاته شي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۸:۴۷
ff

کونړ کې دې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو سکتور کې د روانو اصلاحاتو برخه کې همکاري زیاته شي

د کونړ ولایت والي محمد اقبال سعید په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت د خلکو استازي او د معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب سره یو ځای د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.

کونړ والي ښاغلي محمد اقبال سعید په یاد ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت فعالیتونه ښه وګڼل وویل، چې د بودجې د کمښت، د معلولیت درجې د ثبیت د صحي کمیسیون چارو ته باید پاملرنه وشي تر څو ستونزې حل او د شهیدانو د ورثې او معلولینو شکایتونو ته رسیدګي وشي. نوموړي زیاته کړه چې کونړ په نظامي برخه کې تر ټولو زیات شهیدان لري باید پاملرنه ورته زیاته شي. ښاغلي سعید ډاډ ورکړ چې په کونړ کې به د وزارت د اصلاحي برنامو د ملاتړ تر څنګ هر اړخیره همکاري هم وکړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په پیل کې کونړ والي ته د نوي مسولیت مبارکي وویله او د وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او روانو اصلاحي برنامو په اړه یې بشپړ معلومات ورکړل. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې کونړ مهم ولایت دی، د شهیدانو ورثه او معلولین یې په کاري لومړیتوب کې دي او وخت پر وخت یې د دوی ستونزو ته رسیدګي کړې ده. ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې په یاد ولایت کې د شهیدانو او معلولینو په برخه کې د رونټیا د تامین او فساد مخنیوي په موخه اصلاحي پروګرامونه تر کار لاندې دي، چې د ولایتي ادارې همکاري او ملاتړ پکې اړین دی. نوموړي ډاډ ورکړ چې د دې ولایت د نظامي شهیدانو برخې ته به پاملرنه زیاته او وخت پر وخت به یې له مسولینو راپور وغواړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

BACK TO NEWS