کندهار د معلولیت لرونکو وګړو مشروع او قانوني غوښتنو ته به رسېدنه وشي

کندهار د معلولیت لرونکو وګړو مشروع او قانوني غوښتنو ته به رسېدنه وشي
په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت د خلکو ځینو استازو، د مشرانو جرګې سناتورې، د جمهور رییس سلاکار او یو شمېر معلولیت لرونکو وګړو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي سره وکتل.
د کندهار د خلکو استازې فریبا احمدي او خلیل احمد متوکل په کندهار کې معلولیت لرونکو وګړو ته د کارموندنې په اړه خبرې وکړې وویل، چې معلولیت لرونکي وګړي باید په دولتي ادارو کې په دندو وګمارل شي، تر څو د دوی د اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینې زمینه برابره شي.
د کندهار د معلولینو په استازیتوب فیض الله عمر یار د دې ولایت د معلولینو د ستونزو په اړه خبرې وکړې وویل، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په ازموینه کې د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر د ازادۍ سیالۍ له لارې ټاکل شوی، خو دوی ته د منلو وړ نه دی. نوموړي زیاته کړه، چې مشروع او قانوني غوښتنو ته یې باید رسېدنه وشي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي په داسې حال کې چې د یاد کمېسیون استازي هم حضور درلود، معلولیت لرونکو وګړو ته د کارموندنې د ۳ سلنه ګمارنې د طرحې په اړه خبرې وکړې وویل، چې یاده طرحه د جمهور رییس له لوري تایید شوې او چارې یې عملا پیل شوي دي.
ښاغلی آریوبي ژمنه وکړه، چې د یاد ولایت د معلولینو ټولو قانوني غوښتنو ته به رسیدګي وشي.