په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول
د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو معلولینو او یتیمانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي فيض الله جواد او د مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.
