کاپيسا ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې د پلاوي سفر

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۱۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم سلیم‌ګل شمشاد، د تهیه او تدارکاتي چارو څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړی محترم محمد شفیق شیرزاد او د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړی محترم محمد خیبر شیرزاد شامل وو، د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د ارزونې په ترڅ کې، د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش بهیر او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې.

یاد پلاوي په روان مالي کال کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو د مشاهدې (سروې) پروسې د ترسره شوي بهیر څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د مرکز ترڅنګ د تګاب ولسوالۍ ته هم سفر وکړ، یو شمېر یتیمان او معلولین یې له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

د څارنې په پایله کې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه شوې او د حل په موخه یې د یاد ریاست مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS