ښاغلې مولوي صدوخان د فلجیانو او لاوارثو یتیمانو د پالنې مرکز د رئیس په توګه خپله دنده پیل کړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۰:۶
mmd

ښاغلی مولوي صدوخان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په وړانديز د ریاست الوزرا د حکم  پر اساس د نوموړي وزارت د فلجیانو او لاوارثو یتیمانو د پالنې مرکز د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپیژندل شو.

د معرفي په دې مراسمو کې د یاد وزارت د بشري سرچینو رئيس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي، د نوموړی وزارت د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند او همدارنګه د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش هم ګډون درلود.

د یادو مراسمو په لړ کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د تشکیل په هکله هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د کارکوونکو د تشکیل لوړول یې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د دې وزارت له مهمو لاسته راوړنو وګڼل.

نوموړي همداراز ښاغلې مولوي صدوخان ته د فلجیانو او لاوارثو یتیمانو د پالنې مرکز د رئیس په توګه د چارو په ښه توګه پر مخ وړلو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

همداراز د مراسمو په لړ کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش، ښاغلې مولوي صدوخان ته د نوې دندې مبارکي وویله او له هغې وغوښتل تر څو معلولینو او لاوارثه یتیمانو ته د پاتې حرفوي زده کړو د فعالولو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ښاغلی مولوي روح الله نصرت د لاوارثه یتیمانو او فلجیانو د پالنې د مرکز رئیس په توګه دنده ترسره کوله، نوموړي په یاد مرکز کې معلولینو او لاوارثه یتیمانو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۵۹
Background image

په زابل ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ (۶) ډوله بېلابېلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د کنړ ولايت زلزله‌ ځپلو سیمو ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني تر مشرۍ لاندې یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش او ټولنيزو خدمتونو د تنظيم رئيس. . .

BACK TO NEWS