په کندهار ولايت کې پر (۷۸۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۰:۰
mmd

د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په هڅو د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د دې ولايت نواحېو او ولسوالېو اړوند پر (۷۸۰) تنو اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې کمپلۍ او ژمنۍ البسه شامل وه، ووېشل شول

همداراز هغو کسانو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې خوښي یې وښوده چې د نغدي مرستو ترڅنګ ور سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې هم ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه او هرکلی وکړ او د نورو ورته مرستو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS